تازه خبرونه

په پاکستان کې پر موټر د برید پر مهال ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۰)

د پاکستان پوځ په ډاګه کړې، چې د پاکستان د شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې وسلوالو پېنځه امنیتي کسان هغه وخت ووژل شول، چې یاغیانو د هغوی پر موټر برید وکړ.

د پوځ د رسنیو د خدماتو او عامه اړیکو څانګې څرګنده کړې؛ امنیتي پرسونل په موټر کې ول، چې برید پرې وشو.

سرچینې زیاته کړې: په سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

د پاکستان د طا لبانو تحریک په داسې مهال پر پاکستانيو امنیتي ځواکونو برید دېر کړي، چې عمران خان له دوی سره د سولې د رامنځته کېدو خبره کړې؛ خو دوی ورسره رد کړي او په دغه هېواد کې یې د خپلې خوښې نظام پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version