تازه خبرونه
په پاکستان کې پر میشتو کډوالو د ملگرو مالتونو مرستې لږ شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي؛ په دې وروستيو کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستې لږ شوي، چې د کډوالو پر ژوند یې په ځانگړي توگه د دوى روزنیز بهير ته يې سخت زيان اړولى دى.
دوى اندېښمن دي، چې د مرستو د لږوالي له کبله د افغان کډوالو په پنډغالیو کې د “يو. این. ایچ. سي. آر” په مرسته د چلیدونکیو ښوونځيو د زدکوونکيو شمېر لږ شوى او ډېرو هغو د ښوونځيو له تړل کیدو وروسته مزدورۍ ته مخه کړې ده.
د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د احصائيې له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا پېنځلس لکه راجستر شوي، چې ډېر شمېر یې په خيبر پښتونخوا کې دېره شوي دي.