تازه خبرونه
په پاکستان کې څلور افغانان د انسان تښتونې پر تور نیول شوي
له بدخشان ولایت څخه د لس ماشومانو د قاچاق په تور پولیسو په پاکستان کې څلور افغانان نیولي دي.
تېره اوونۍ د پېښور سترې محکمې پولیسو ته سپارښتنه کړې وه، چې د پاکستان په اکوړه خټک کې د یوه ښوونځي په ګډون د ماشومانو د قاچاق قضیه بشپړه وڅېړي.
پاکستانیو رسنیو د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې دغه ماشومان دوه نیمې میاشتې مخکې پاکستان ته قاچاق شوي وه.
تیره اوونۍ له محاکمې وروسته ماشومان په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته وسپارل شول، چې خپلو کورنیو ته تسلیم شي.
دغو ماشومانو، چې عمرونه یې لس او یا له لس ټیټ دی محکمې ته ویلي، چې دوی د دیني علومو د زدکړې لپاره پاکستان ته راوړل شوي وه.
محکمې ته ویل شوي، چې ماشومان نه په اردو پوهیږي او نه هم په پښتو.
ژباړن محکمې ته څرګنده کړې؛ داسې انګیرل کیږي، چې د ماشومانو دماغ وینځل شوی ويږ دوی ټولو پوښتنو ته په ګډه ځوابونه وایي.
محکمې د پاکستانيو چارواکو په اړه هم پوښتنې ګروېږنې کړي، چې څنګه د استخباراتي ادارې د دغو ماشومانو د قاچاق په اړه بې پاملرنې پاتې دي.
قاضي سیت پوښتلي: ماشومان له افغانستان څخه راوړل شوي او هیڅوک یې په اړه نه پوهیږي، استخباراتي ادارې څه کوي؟
محکمې پولیسو ته هم سپارښتنه کړې، چې د ښوونځي کارمندان ونیسي او په دې مرکز کې د نورو افغان ماشومانو او نورو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.