تازه خبرونه

په پاکستان کې یو پېنځه کلن افغان ماشوم د کثافاتو راټولولو پرسر ووژل شو

Published

on

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې په کراچۍ ښار کې د کثافاتو د ټولولو پر سر د دوو ډلو ترمنځ د شخړې پر وخت یو افغان ماشوم وژل شوی دی.

د «دی نیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د سرجانی د اړوند سیمې پولیسو ویلی، چې پېنځه کلن شهزاد ګل د وهلو ټکولو له کبله مړ شوی دی.

سیمه‌ییزو پولیسو ویلي، چې دوی شکمن پېژندلي او د قرباني د کورنۍ رسمي شکایت وړاندې کولو ته منتظر دي.

د وژل شوي ماشوم پلار ګل محمد ويلي، چې د جمعې پر ورځ يې له خپلې لور او زوى سره د کورونو کثافات راټولول، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

Trending

Exit mobile version