تازه خبرونه
په پاکستان کې ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته برښنایي کارتونه ووېشل شول
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) څرګنده کړې، پاکستان ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د استوګنې بایومټریک کارتونه ورکړي دي.
د یاد بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي، په پاکستان کې د یو اعشاریه حلور میلیون افغان کډوالو په اړه د نویو برښنایي اسنادو او معلوماتو ورکولو د کمپاین لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی.
د بابر بلوڅ د څرګندونو له مخې؛ افغان کډوالو ته د اوسېدنې قانوني کولو او بشري نورو مرستو ته د لاسرسي لپاره برښنایي کارتونه ورکړ شوي دي.
هغه وایي: نوي شناختي کارتونه د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره یوه اړینه وسیله ده او هغوی ته روغتیايي، تعلیمي او ټولنیزې آسانتیاوې برابروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راپدیخوا له ۳۰۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته تښتېدلي، چې ډېري یې په ناقانونه توګه ورغلي او د بېرته شړلو شونتیا یې ډېره ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې تر اوسه څه باندې ۷۰۰ زره نوي برښنایي کارتونه وېشل شوي او ټاکل شوې، چې پاتې نور کارتونه د روان کال په لومړیو کې ووېشل شي.
باید یادونه وشي، چې دا کارتونه به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جون تر ۳۰ پورې اعتبار ولري.