سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۹۰۰ فوته پورته د یوې زانګو لېږدېدونکي بند پاتې شول
(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۲)
پاکستانيو چارواکو ویلي؛ د سې شنبې پر ورځ د پاکستان د شمال په یوه لوړه زانګو کې اته کسان د ښوونځي د ۶ ماشومانو په ګډون بند پاتې شول، چې د ژغورنې لپاره یې یوه پوځي چورلکه واستول شوه.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغو ماشومانو غوښتل، چې پر ځايي وخت د سهار پر شپږ بجو ښوونځي ته د تګ لپاره دا زانګو وګاروي، چې په کې بند پاتې شول.
دغه ښوونځی د اسلاماباد شمال لوري ته د بټګرام په یوه غرنۍ سیمه کې ۲۰۰ کیلومتره لرې پروت دی. د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې څرګنده کړې: د زانګو یو کیبل مات شو، چې له کبله یې دا کسان له ځمکې څخه ۹۰۰ فوته یا ۲۷۴ متره پورته بند پاتې شول.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ له هغې وروسته، چې د خرابۍ هڅې ناکامې شوې، نو د ژغورنې لپاره یې د اردو یوه چورلکه سیمې ته واستول شوه.