تازه خبرونه

په پاکستان کې UNHCR کارکوونکي راستنیدونکیو ته بشپړ حقوق نه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په تېرو کالونو کې، چې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارېکومو افغانانو ته د استوګنې کارتونه ورکړي اوس پرې د بېرته ستنیدو پرمهال د هرکارت پر سر نغدې پیسې او نور حقوق ورکوي؛ خو په دې وروستیو کې له دې بهیر شکایتونه ډېر شوي.

په روانو شپو ورځو کې  په منځنۍ توګه شاوخوا شپږ سوه کورنۍ هره ورځ له تورخم څخه را اوړي.

له پاکسان څخه ننګرهارته یو شمېرراستنې شوي کورنۍ  وايي UNHCR د ثبت د کارتونو پوره حقوق نه دي ورکړي.

ننګرهار ته یوشمېر راستنې شوې کورنۍ وايي، په څمکنو کې  ترې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې کارکوونکیو د استوګنې لس او شل کارتونه اخستي، چې یوازې د اته یا لس کارتونو حقوق یې ورکړي او د پاتې کارتونو حقوق  یې په خپلوکې وېشلي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي؛ په دې اړه ګڼ شکایتونه شوي، چې له اړوند ادارو سره یې شریک کړي دي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنيدونكو چارو رييس علام قادر فقیرزی هم د یادې ستونزې پخلي کوي؛ خو، وايي د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارې له همکارۍ پرته دا ستونزه نه حل کیږي.

د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارې ویاند نادر فرهاد د فساد مسله بشپړه ردوي؛ خو وايي، ځینې وخت د تخنیکي ستونزو له کبله دا ډول مسایل رامنځته کیدلی شي.

له پاکستان څخه بېرته ستنو شویو کورنیو ته مناسبې سرپناوې، روزګار او د ژوندانه  لومړنیو آسانتیاوو ته نه لاسرسی، هغه سترې ستونزې دي، چې دا اداره او افغان حکومت یې تراوسه پر حل نه دی بریالي شوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version