تازه خبرونه
په پروان، باميان او بلخ ولايتونو کې د لاسي صنايعو نندارتونونه جوړېږي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، سبا په درېیو ولایتونو کې د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړوي چې نوي په سلو کې به د ښځو لاسي صنايع وي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي زیاتوي چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغزوي او موخه به یې د کلیوالي صنایعو وده او پراختیا وي.
د وزارت ویاند اکبر رستمي وایي په دې دریو نندارتونونو کې به ۱۳۰صنعت کاران برخه واخلي چې نوي په سلو کې به یې ښځې وي.
ښاغلی رستمي زیاتوي چې د دې پروژو موخه د ښځو د وړتیاوو لوړول دي.
دا نندارتونونه په پروان، بامیان او بلخ ولایتونو کې په داسې حال کې جوړېږي چې تېره اونۍ کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د لسو ښځینه سوداګرو په ګډون دوولس سوداګر نوي ډیلي ته د نندارتون د پرانیستو په هدف لېږلي وو.
خبريال: نبیله حفیظي