سیمه ییز خبرونه
په پروان كې د وېره اچوونكيو په اړه اندېښنې مخ پر زياتيدو دي
افغان طالبانو د بهرنيو ترهگرو په همكاري نيت درلود، چې د پلازمېنې كابل په ځينو برخو، د بگرام په هوايي ډگر او نغلو بند كې ورانكاري فعاليتونه تر سره كړي.
په وروستۍ يوه مياشت كې د هېواد په ځينو سيمو كې د وېره اچوونكيو د خوزښتونو په اړه اندېښنې مخ پر زياتيدو دي.
يو افغان امنيتي چارواكى وايي، طالبان د هر توغندي په توغولو له خپلو سترو قوماندانانو څخه زرگونه امريكايي ډالر تر لاسه كوي.
د كابل د ۱۱۱فرقې قوماندان قدم شاه شهيم وايي:
د كابل په څو كيلو متري واټن كوه صافي په سيمه كې افغان طالبان د بهرنيو ترهګرو په همكاري سره غواړي دايمي شتون ولري.
د امنيتي چارواكو په وينا، په اته ورځنيو عملياتو كې يې وسلوال مخالفين په كوه صافي ولسوالۍ كې ځپلي، په دې عملياتو كې ۱۵ وسلوال وژل شوي او ځينې نور نيول شوي دي.
افغان چارواكي د وسلوالو فعاليتونه له بهر څخه تنظيم شوي بولي.
د پروان امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ضيا الرحمان سيدخيلى وايي، وسلوال د هر توغندي د توغولو په بدل كې زرگونه دالر له خپلو مشرانو تر لاسه كوي، خو طالب قوماندان خپل ټيټ پوړي افراد غولوي او ورته وايي، دا توغندي د الله په رضا فيركړئ.
ښاغلى سيدخېلي وايي:
وسلوال مخالفين د كوه صافي ولسوالۍ خلكو ته گواښ كوي، چې له افغان امنيتي ځواكونو سره دې همكاري نه كوي؛ خو د دوى په وينا، افغان امنيتي ځواكونو په وروستيو اته ورځو كې د وسلوالو ټول مركزونه له منځه وړي دي.
د پروان د كوه صافي ولسوالۍ يوه ناامنه سيمه ده، شاوخوا پېنځلس ورځې وړاندې وسلوالو د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو كې شتون درلود او له لوړو ځايونو يې د ولسوالۍ پر ودانۍ او د استوگنې پر سيمو بريدونه كول، خو د افغان ځواكونو په عملياتو كې وسلوال له دې سيمو په شا شول.