بلخ @ps
په پروان كې د يوه خيريه بنسټ درې كارکوونکي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په پروان كې د يوه خيريه بنسټ درې كارکوونکي د وسلوالو له خوا وژل شوي دي.
د پروان محلي چارواكي وايي، دا كسان تېر مازيګر د دې ولایت په شيخ علي ولسوالې كې په كار اخته ول، چې د وسلوالو له خوا وتښتول شول او وروسته وژل شوي دي.
چارواكو د دغو كسانو د اړوند دفتر په اړه، چې يوه ښځه او دوه نرينه دي څه نه دي ويلي.
ويل كيږي، چې د ښځې مړى بغلان او د نرينه وو پروان ته ليږدول شوي دي .
غوربند دره د پروان ولایت یوه ناامنه سیمه ده، چې طلابان په کې پراخ شتون لري.