تازه خبرونه
په پروان ولايت كې وسلوالو د تېلو ۵ ټانكرسوځولي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د جبل السراج-سالنگ پر لویه لار وسله والو اوړمه شپه د نړيوالو ځواکونو د تېلو ۵ ټانکرونه سوځولي دي.
د پروان چارواکو تائید کړه، چې د جبل السراج ـ سالنگ په لویه لار د وسله والو په بريد کې د ائتلافي ځواکونو د تېلو پېنځه اکمالاتي ټانکر سوځیدلي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان خلیل الله ضیايي وايي، چې دغه ټانکرونه وړمه شپه د جبل السراج د پشته سرخ په سیمه کې ولاړ ول،چې د طالبانو له خوا پرې توغنديز بريد وشو.
ضیایي په دې پېښه کې د اوښتې مرگ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى.