سیمه ییز خبرونه

په پروان ولايت كې پر ۶۳۰ جريبه ځمكه صنعتي پارك جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پروان والي وايي، په دې پارك كې د پانگوالو لپاره د آسانتيا په موخه د ځمكې د وېش او استملاك چارې هم پيل شوې دي.

د پروان والي عبدالبصير سالنگي وايي:

په دې پارك كې هغو پانگوالو ته ځمكه وېشل كيږي، چې د كورنيو توليداتو د ودې او كارموندنې لپاره اغېزمن اقتصادي پروگرام ولري.

د پروان والي عبدالبصير سالنگي په ډاگه كړه، چې هغو كسانو ته به فرصت ورنه كړ شي، چې د توليدي كارخانو د جوړولو په پلمه  د دغه پارك ځمكې غصب كړي.

په افغانستان كې د پانگونې ملاتړ اداره يا  آيسا وايي، په تېرو يوولس كلونو كې كورني  توليدات د قناعت وړ نه دي  او د لويو صنعتي پاركونو نشتوالى د كورنيو پانگوالو لپاره يوه لويه ستونزه ده .

د افغانستان د پانگونې د ملاتړ ادارې رييس وفي الله افتخار وايي، د كورنيو توليداتو په وړاندې لويه ستونزه د صنعتي پاركونو نشتوالى دى.

د دغې ادارې رييس وايي، په بېلابېلو ولايتونو كې به د صنعتي پاركونو د جوړولو لپاره د زمينې د برابرولو هڅو ته دوام وركړي.

له دې وړاندې د افغانستان د پانگونې ملاتړ ادارې اعلام وكړ، چې د روان كال ترپايه به په بېلابېلو ولايتونو كې  لږ تر لږه څلور صنعتي پاركونه د پانگوالو په واك كې وركړي.

Trending

Exit mobile version