تازه خبرونه
په پروان ولایت کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر د ماین چاودنه شوې
(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۰)
د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د البیروني پوهنتون پر کاسټر ماین چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۳ نورټپیان کړي دي.
د پروان پولیسو له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر ویلي؛ نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر کاستر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې د دې پوهنتون ۳ استادان او یو ځایي اوسیدونکی وژل شوي او ۱۳ نور د پوهنتون د مشر په ګډون د دې پوهنتون ۱۰ استادان او د دې پوهنتون ۲ کارمندان ټپیان شوي دي.
تر دې دمه کومې هیچا د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.