تازه خبرونه

په پروان ولایت کې د وارداتي برښنا د دوه ستنو ویجاړوونکي ونیول شول

Published

on

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کامران حبیبي ویلي، چې نن د وارداتي برښنا د دوه ستنو دوه ویجاړوونکي ونیول شول او پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په تاخمه نومې سیمه کې د ازبکستان وارداتي برښنا دوه ستنې  پر بمونو ویجاړې شوي، چې له کبله یې د کابل په ګډون د ۱۰ ولایتونو  برښنا پرې شوې ده.

برښنا شرکت ويلي؛ د ماين چاودنو له کبله دوه پايې ویجاړې شوي، خو سيمې ته تخنيکي ټيمونه رسېدلي او د رغولو چارې به یې ژر پيل شي.

د پروان ولایت د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ د برښنا مزي رغول به درې ورځې وخت ونیسي، خو د نن ورځې تر پایه به برښنا په لنډمهاله توګه له کابل او ګاونډ ولایتونو سره ونښلول شي.

د افغانستان برښنا شرکت له خلکو غوښتي، چې د برښنايي تاسيساتو د خوندي ساتلو په اړه دې له سيمه ييزو امنيتي مسوولينو سره همکاري وکړي، چې د رڼا د دښمنانو د ویجاړوونکیو هڅو مخه ونیول شي.

Trending

Exit mobile version