تازه خبرونه
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
(Last Updated On: زمری ۲۴, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د پروان ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې د تېر ماښام د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د پروان په غوربند دره کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ورک شوي او ۱۷ نور مړه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه وشول، چې لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې هم بارانونو خلک زینمن کړي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په بارانونو کې ډېر کورونه نړېدلي، چې لږ تر لږه نهه کسان یې مړه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت تائید کړې، چې هوايي ځواک پروان ولایت ته د خلکو د ژغورنې او د بشري مرستو د رسولو په موخه استول شوی دی.