بلخ @ps
په پروان ولایت کې له کابله تښتول شوي دوه تنه وژغورل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
پوليسو، له کابل ښاره تښتول شوي دوه تنه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د تښتوونکیو له منګولو وژغورل او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نیولی دی.
د پروان ولایت امنيه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايي، چې دغه دوه تنه ځوانان يوه اوونۍ مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوي او د بګرام ولسوالۍ ده ملا سيمې ته لېږدول شوي وه.
سرچينه د تښتول شويو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه يوازې دومره وايي، چې د کابل ښار اوسیدونکي وه.
امنيه قوماندانۍ په ډاګه کړې، چې دغه دوه تنه تېره ورځ ناوخته په ده ملا کې د تښتوونکیو له منګولو وژغورل شول او د هغوى د تښتونې په تور د همدې سيمې يو تن نيول شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې د دغو دوه تنو پر تښتونه تورن څلور تنه نور تښتېدلي؛ خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.