تازه خبرونه
په پروان ولایت کې وسلوالو دوه ډاکټران تښتولي
(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۹)
سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې پر ورځ تائید کړه، چې د دوشنبې پر شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې دوه ډاکټران د وسلوالو کسانو لخوا تښتول شوي دي.
دغه دوه ډاکټران د پروان ولایت د بګرام دولتي روغتون د ایمرجنسي له څانګه دندې پر مهال ناڅرګندو وسلوالو تښتولي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، پېښه پر سیمه ییز وخت د شپې پر شاوخوا اته بجو رامنځته شوې ده.
د چارواکو پر وینا؛ د راپورونو له مخې دغه ډاکټران د داسې کسانو لخوا تښتول شوي، چې په کور کې د ناروغ د لرلو ادعا یې کړې؛ خو د ډاکټرانو ځای تر دې دمه معلوم ندی.
د پروان پولیسو له جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي زیاته کړې: استخباراتي ځواکونو د دغو ډاکټرانو د موندلو په اړه کار پیل کړی دی.