بلخ @ps
په پروان ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن له غرمې مخکې یو ځانمرګي بریدکوونکي د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید کړی.
سیمه د رسنیو پر مخ تړل شوې؛ خو جنرال محمد زمان مموزي آریانا نیوز ته د پېښې پخلی کړی دی.
بهرنیو ځواکونو پېښه تائید کړې او وایي، چې په دې برید کې یوازې یو موتر زیانمن شوی او ځاني تلفات نه لري
طالبانو د برید پړه منلې او بهرنیو ځواکونو ته یې د تلفاتو اړولو ادعا کړي ده.