بلخ @ps

په پروان کې د ۳۰۳ موتر د سوځیدو له کبله۱۰ کسانو ساه ورکړې او ۲۷ نور ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزی وایي، تېر ماښام (چهارشنبه) د چاریکارو په مرکزي چوک کې د تېلو پر تانکر د مقناطيسي ماین چاودنه وشوه او ورپسې روان ۳۰۳ بس کې اور اولګید، چې په کې ۸ کسانو ساه ورکړې او ۲۷ نور ټپیان دي.

په کابل کې د استقلال روغتون داکتر عبدالستار صمیم وایي، له دغې پېښې څخه ۱۰ ټپیان د دې روغتون ته رالیږدول شوي، چې دوه کسو یې تېره شپه له ټپونو ساه ورکړې او تر دې دمه پېژندل شوي هم نه دي.

د نوموړي په وینا د سوځیدلیو کسانو سوځیدنه له ۴۰ سلنې ډېره او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاتوي، ډېرو یې تنفسي زیان لیدلی او اوس اکسیجن اخلي.

عبدالباري نومی زخمي وایي، کله ، چې موتر اور واخیست؛ ښځې ماشومان او نارینه په کې وسوځیدل او مونږ څو کسه ژوندي پاتې شو.

د پېښې د ټپیانو یو شمېر خواخوږي په روغتون کې خپل کسان لټوي؛ خو په پیدا کولو او پېژندلو یې بریالي شوي نه دي.

پېښه تېره ورځ ماښام مهال د پروان ولایت په چاريکارو کې د تېلو پر یو تانکر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه لس کسه مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان کړي دي.

تر دې دمه هیچا د مقناطیسي ماین د چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

Trending

Exit mobile version