سیمه ییز خبرونه

په پسرلي كې به مو ځواكونه د ښوونكيو دنده ترسره كړي- اوباما

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له واشنگتن څخه د ليدنې په پاى كې د امريكا ولسمشر بارك اوباما افغان ولسمشر حامد كرزي ته په ډاگه كړه، چې په افغانستان كې به د امريكايي ځواكونو پوځي ماموريت د راتلونكي كال تر پايه پاى ته ورسيږي.

په واشنگتن كې د خپلې اوونيزې وينا په ترڅ كې اوباما د افغانستان پوځي ماموريت كامياب نومولى دى.

د امريكا ولسمشر يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې:

د راروان كال په پسرلي كې به د امنيتي مسووليتونو ليږد تر سره شي. د دغه بهير له ليږد وروسته به امريكا د افغان ځواكونو ښوونيزې چارې ترسره كوي او د ملاتړ كوونكيو له مرستو به برخمن وي.

هغه زياته كړه:

۳۳ زرو ځواكونو مو په برياليتوب خپل ماموريت بشپړ كړى او سرلوړي خپل هېواد ته راگرزيدلي دي. په روانه اوونۍ كې دواړو هېوادونو هوكړه كړې، چې افغان ځواكونه به په پسرلي كې د ټول هېواد امنيتي چارې پخپله سمبال كړي او موږ به د ملاتړو په توگه خپل ماموريت بدلوو.

سره له دې، چې د پاكستان په خاوره كې له تروريزم څخه اندېښنې په ځاى پاتې دي، خو د امريكا ولسمشرد القاعدې له ماتې او د طالبانو له تېښتې خوښ ښكاري.

د امريكا ولسمشروايي:

په تېرو څلوركلونو كې امريكايي او نړيوالو ځواكونو القاعده زيانمنه كړې او د وسلوالو طالبانو ډېر پټنځايونه مو له منځه وړي دي.

د دغو لاسته راوړنو سره سره نوموړي ټينگار وكړ، چې:

په افغانستان كې امريكايي ځواكونه اوس هم له گواښونو سره مخ دي او ستونزمن ماموريت په مخ كې لري.

اوباما وويل:

د امريكا روان ماموريت هم له ستونزو سره مخ دى، هغه كار، چې مو په مخكې دى آسانه هم نه دى. زموږ ځواكونه اوس هم له خطر سره مخ دي، خو تېرنوځئ، چې زموږ لار روښانه ده او د خپلې موخې پر لوري روان يو. يعنې د ښه والي پر لوري گامونه پورته كوو.

واشنگتن ته د افغان ولسمشر د درې ورځني سفر له پاى ته رسيدو وروسته اوباما دغه خبرې كړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ په گډو خبرو كې د امنيتي مسووليتونو او زندانو د ليږد پرچټك بهيرټينگارشوى او دغه راز پر امنيتي هوكړه ليك او له ۲۰۱۴ م كال وروسته د امريكايي ځواكونو پر پاتې كيدو بشپړې خبرې تر سره شوې دي.

Trending

Exit mobile version