تازه خبرونه
په پغمان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ۱۵ پوځیانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې پر افغان امنیتی ځواکونو موټربم برید درې سرتېري وژلي او دولس نور ټپیان دي.
کابل پولیسو څرګنده کړې: د دې ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې له چاودیدونکیو توکو ډک کرولا ډوله موټر یو شمېر نظامي وسایطو ته نږدې چاودنه کړې؛ درې امنیتي پرسونل ترې وژل شوي او ۱۲ نورټپیان دي.
پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
تر دې دمه هیچا د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ په قرغه سیمه کې پر رنجر موټر د سړک غاړې په ماین چاودنه کې لږ تر لږه د امنیتې ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.