تازه خبرونه
په پغمان کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي
دې ادارې نن یکشنبه ( د لړم دیارلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د حیدرخان کلا په اړوند سیمه کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي، ۱۰۷ نور ټپیان دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ويلي؛ په پغمان ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
دې ادارې نن یکشنبه ( د لړم دیارلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د حیدرخان کلا په اړوند سیمه کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي، ۱۰۷ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اورلګېدنه کې شرکتونو، سوداګرو او صنعتکارانو ته څه دپاسه يو ميليون او دوه سوه زره ډالر زيان اوښتى دى.
د یکشنبې په ورځ د دې ادارې مشر نورالدین ترابي له سیمې لیدنه وکړه او د اورلګېدنې له کبله یې زیانمنو شویو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
ده ويلي، چې د اور لګېدنې د علت معلومولو او د لازمو پرېکړو لپاره د پلټنو ډلې سيمې ته رسېدلي دي.
دغه اور نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ګازو په یوه شرکت کې ولګېد، چې په پایله کې یې د ټانکرونو غټه چاودنه وشوه؛ خو اور وژونکيي چټک د پېښې ځای ته ورسیدل.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، دا احصائیه لومړنۍ ده او له سروې او ارزونې وروسته به بدلون ومومي.
ویل کیږي، چې د ګاز ټانکر ټوټې د اورلګېدنې له ځای څخه ۲ کیلومټره شاوخوا ته غورځېدلې او ځایي خلکو ته یې مالي زیان رسولی دی.
