تازه خبرونه

په پغمان کې د فاتحې مراسمو ته نږدې ځانمرګی برید شوی

Published

on

د کابل پولیسو ويلي، نن سهار یو ځانمرګي بریدګر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په بلسان کلي کې یوه جومات ته نږدې د فاتحې د مراسمو پرمهال ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې ځانمرګي برید کوونکي له غرمې مخکې د فاتحې د مراسمو پرمهال خپل چاودیدونکي توکي وچول.

د نورو تلفاتو په اړه نور جزئیات ندي خپاره شوي او تر اوسه هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل ښار کې د پارلمان د غړي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان موټر بم چاودنې لس کسان ووژل او د لسګونه نورو ملکي وګړیو په ګډون خان محمد ټپیان کړي دي.

تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت هم چا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version