تازه خبرونه

په پغمان کې د ډله ییز تېري د ډلی مشر ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې یې د جنسي تېري او غلا په قضیه کې دوه نور ښکېل کسان هم نیولي دي.

د کابل امنیه قومندان وایي، د دغې جنایت کارې ډلې مشر له خپل یوه بل ملګري سره چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، تېر مازیګر په غزني ولایت کې ونیول شول.

د کابل پولیس وایي، د نیول شویو کسانو د اعتراف له مخې، د دوی شمېر اتو تنو ته رسېږي، چې څلور تنه یې مخکې نیول شوي او دوه تنه یې د دوشنبې په مازیګر(د وږي ۱۰) چې ایران ته یې د تېښتې نیت درلود، په غزني کې د کابل د پولیسو په همغږي سره ونیول شول.

دوی یوه نیمه اوونۍ مخکې د خلکو د لېږد څلور موټر د پولیسو له جامو پر استفادې درولي وو او د دې تر څنګ، چې د موټرو د سپرلیو مالونه یې غلا کړي وو، پر یوې مېرمن یې جنسي تېری هم کړی وو.

د کابل پولیس تورنو کسانو ته یو ځل بیا د اعدام د سزا غوښتنه کوي او وایي، چې هېڅ داسې دلیل نشته چې دا افراد اعدام نه شي.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر وایي، د شنبې تر ورځې به د دغو کسانو دوسیه څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د کابل امنیه قومندان همداراز وایي، چې د دغې ډلې دوه تنه نور به هم ژر ونیول شي.

همدارنګه د غزني امنیه قومندان زړور زاهد وایي، چې زیاتو خطرونو ته یې په پام سره دغه کسان نیولي او کابل ته لېږدولي دي. نوموړی هم نیول شویو کسانو ته د اعدام د سزا غوښتنه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د دغو کسانو په اعدام سره به پر عدلي او قضایي بنسټونو د خلکو باور تامین شي.

په همدې ډول په خواله رسنیو لکه فیس بوک کې د دغې پېښې په باب کرکه او انزجار ښودل شوی او غوښتنه یې کړې ده، چې عاملین یې باید اعدام شي.

خو دا چې دغو افرادو څنګه د دغه جنایت د تر سره کولو لپاره د پولیسو پر جامو او وسلو لاس رسی وموند، هغه پوښتنه ده چې لا هم بې ځوابه پاتې ده.

Trending

Exit mobile version