سیمه ییز خبرونه

په پكتيا او پكتيكا ولايتونو كې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پكتيكا او پكتيا ولايتونو چارواكي وايي، چې وروستيو سيلابونو په دې ولايتونو كې نه يوازې ځاني او مالي زيانونه اړولي، بلكې له دغو ولايتونو سره نښليدونكې لويې او نيمه ترانزيتي لارې  يې هم تړلي او خلك له گڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيکا ولايت د والي وياند مخلص افغان وايي، چې:

سرحدت ته نږدې د تروو ولسوالۍ سخته ځپل شوې، دوه كسان مړه او يو بل  ټپي دى.

د نوموړي په وينا، سيلابونو څه نا څه سل کورونه او په زرگونه جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړه کړې او هم يې تر دوه سوه څاروي مړه كړي دي.

دغه راز د پكتيكا په وړمامۍ ولسوالۍ کې هم  سيلابونو زيانونه رسولي، خو تراوسه يې پوره جزيات څرگند شوي نه دي.

د پكتيا ولايت چارواكي وايي، چې وروستيو سيلابونو د گرديز په گډون  د پكتيا ولايت اړوند  گردۍ څېړۍ ، وزې ځدراڼو شواك، ځاځي آريوب، څمكنيو، احمد خېلو، سيدكرم او ميرزكې په ولسواليو كې خلكو ته گڼ مالي زيانونه اړولي دي

د پكتيا ولايت ولايتي شورا د مرستيال داكتر الله مير بهرام زي په وينا،  د تېرې ورځې د ورښتونو له كبله د گردېز- خوست په لويه لاركې څو ځايه  له غرونو څخه د لويو ډېرو د راښوويدو  پر لامل  لار بنده شوې وه  او اوس هم مسافر اړدي، چې پرته له موټرو نيم ساعت پلى سفر وكړي.

داكتر الله مير زياته كړې، د پكتيا ولايت په گڼ شمېر ولسواليو كې سيلابونو د خلكو كروندې، باغونه او څاروي  لاهو كړي، د استوگنې كورونه يې نړولي؛ خو تر دې مهاله هيڅ يوې دولتي او نادولتي ادارې له زيانمنو شويو سره اړينې مرستې نه دي تر سره كړي.

په پكتيا كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواكو ويلي، چې له سيلاب ځپليو سره يې د مرستو په موخه له اړوند ادارو او خيريه ټولنو سره اړيكې نيولي او د ولايت په لارښوونه يې سيلاب ځپليو سيموته پلاوي ليږلي، چې له بشپړې سروې وروسته به له مستحقينو سره لازمې مرستې وشي.

Trending

Exit mobile version