سیمه ییز خبرونه
په پكتيا كې يوه ډله سړي تښتونكي وسلوال نيول شوي
د پكتيا امنيتي چارواكي د سړي تښتوونكيو او غلو د يوې څلوركسيزې ډلې له نيولو خبروركړى.
د پكتيا ولايت امنيه كوماندان مل پاسوال زلمى اورياخېل وايي:
د غلو دغه ډله د لجې منگلو ولسوالۍ په اړوند سيمه كې له يوې وسلوالې نښتې وروسته نيول شوې ده.
د امنيه كوماندان اورياخېل په خبره نيول شوې ډلې پخوا د گرديز په ښار او اړوند سيمو كې فعاليت درلود او څه موده وړاندې يې د گرديز يو تن صراف څخه زياته اندازه نغدې پيسې هم غلاكړې وې.
امنيه كوماندان همدا راز وايي، چې:
د غلو دغه ډله له يوې لنډې وسلوالې نښتې وروسته نيول شوې، چې په دغه نښته كې يو پوليس هم ټپي شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادونې وړ ده، چې يوه اوونۍ وړاندې د پكتيا امنيه كوماندانۍ د غلو او سړي تښتوونكيو يوه بله ډله د سيدكرم ولسوالۍ په سيمه كې، چې د گرديز پټان پر لويه لار يې د پوليسو له دريشيو په گټه اخيستنه له موټر چلووونكيو او خلكو څخه پيسې او قيمتي توكي لوټل، نيولې وه.