سیمه ییز خبرونه
په پكتيكا كې د يوې نوې ليسې د بنسټ ډبره كيښودل شوه
د پکتيکا د پوهنې رييس استاد كوچى ځاځى وايي، چې:
په پكتيكا كې د حضرت بلال ليسې د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه، چې اته خونې او نورې ټولې آسانتياوې به ولري او پرجوړيدو به يې د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې ديارلس ميليون افغانۍ ولگول شي او چارې به يې هم په اته مياشتو كې سرته ورسيږي.
نوموړي زياته كړه، دا مهال د پكتيكا په بېلابېلو سيموكې د سل ميليون افغانيو په ارزښت د لس ښوونځيو لپاره د نويو ودانيو د جوړولو چارې روانې دي.
د نوموړي په وينا، ډېر ژر به د پكتيكا په بېلابېلو سيمو كې د يو شمېر نورو ښوونځيو لپاره هم د ودانيو د جوړولو كار پيل شي.
د ياد ولو وړ ده، چې دا مهال د پکتيکا په درې سوه شپږ څلوېښت ښوونځيو کې د درې زره شپږ سوه ښوونکيو لخوا يو سل و دريڅلوېښت زره زده کوونکيو ته زده كړې وركول كيږي؛ خو ستونزه دا ده، چې ښوونځي يې يوازې درېيمه برخه ودانۍ لري او د پاتې نورو ښوونځيو زده کوونکي تر شنه آسمان لاندې په آزاده هوا كې زده کړې كوي، ځكه، خو يې د گرمۍ او سړښت پرمهال زده كوونكي ټولگيو ته نه شي تلى.