تازه خبرونه

په پكتيكا كې طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پكتيكا والي وياند مخلص افغان وايي، چې د دوشنبې په شپه نږدې يوه بجه د دغه ولايت د ژيړو ولسوالۍ په غرنۍ برخه كې وسله والو طالبانو د افغان سرتېرو پرپوسته بريد وكړاو په مخامخ جگړه كې پېنځه ويشت وسله وال وژل شوي دي.

مخلص زياتوي، چې په نښته كې د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، جگړه، چې دوه ساعته يې دوام وكړ، د مرستې لپاره سيمې ته د ناتوهوايي ځواك رسيدلى او په بريد كې يې اتلس نور وسله وال طالبان هم وژلي او لس ټپيان دي، چارواكي وايي، چې د وسله والو مړي هم د جگړې په ځاى كې پاتې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په بريد كې طالبانو څو پوستې نيولي او تر پېنځه ويشت دولتي سرتېري وژل شوي او ټپيان كړي دي.

مجاهد په جگړه كې د خپلو دولس وسله والو طالبانو وژل كيدل منلي دي.

د يادولو وړ ده، چې له دې يوه ورځ وړاندې د پکتيکا په سر روضه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په عملياتو کې پېنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي ول.

Trending

Exit mobile version