پرمختګ او بشپړتیا

په پكتيكا كې په لومړي ځل قابله ډاكټرانې له يونيم كلنو زده كړو فارغې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ه پکتيکا كې په لومړي ځل قابله ډاكټرانې له اتلس مياشتنيو زده کړو وروسته فارغې او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شوې.

د پكنيكا د روغتيارياست مسوولين وايي، چې:

تردې مهاله په دغه ولايت كې د ښځينه ډاكټرانو او قابله وو د نشتون له لامله د زيږون پرمهال د مور و ماشوم مړينه ډېره وه او د دې قابله وو په روزل كيدو به په يو شمېر سيمو كې دا ستونزې تر ډېره بريده راكمې شي.

د پكتيكا والي محب الله صميم له دغو فارغ نجونو وغوښتل، چې:

په عملى ډول د خپلو خلكو او ميرمنو خدمت وكړي.

د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال محمدرسول عادل څرگنده كړې، چې د پکتيکا والي محيب الله (صميم) وويل، چې:

د دغو قابله گانو فراغت او روزنه د پکتيکا د خلكو لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

ده پردې قابله وو غږ وکړ، چې:

له خپلو زده کړو دې عملي كار واخلي او د پکتيکا د خلکو په تېره بيا له ميرمنو او ماشومانو سره دې نه هيريدونكې خواخوږي څرگنده كړي.

د پکتيکا د عامې روغتيا ريس ډاکتر ولي گل وايي، چې:

دغو څليريشتو ميرمنو ته، چې شپاړس يې د همدې ولايت اوسيدونكې دي د اتلس مياشتو په موده کې د قابله گۍ په برخه كې روزنه وركړشوې او اوس به هره يوه په خپلو سيمو کي د ښځينه ناروغانو خدمت کوي.

د دې ميرمنو روزنکې ډاکټره شکيلا(بيدار) وايي، چې:

تراوسه پکتيکاوالو په دې برخه کې  ډېرې ستو نـزې لرلې، خو اوس به دغه ستونزې ترډېره بريده راكمې شي.

د ياده ونې وړ ده، چې:

څو كاله وړاندې د پكتيكا په ټول ولايت كې ښځينه ډاكټره څه، چې يوازې يو ايم ډي ډاكټر و، خو دا لومړى ځل دى، چې په ډې برخه كې يو څه پرمختگ وشو.

نوموړې زياته کړه، چې هرکال په نړۍ کې پېنځه سوه زره ميرمنې د قابله گانو او روغتيايي مرکزونو د کمښت او يا نه شتون له لامله د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version