سیمه ییز خبرونه

په پلخمري كې سيلابونو خلك زيانمن كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بغلان ولايت چارواكي وايي، په پلخمري كې باران او سيلاب دوه تنه مړه او سلگونه كورونه وران كړل.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي او د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس محمد نصير كهزاد         په ډاگه كړه، چې له زيانمنو كورنيو سره هرډول مرستې ته چمتو دي.

ښاغلى كهزاد وايي، تراوسه په دې سيلابونو كې د زيانمنو كسانو كره شمېر څرگند نه دى.

زيانمن شوي كسان له دولت څخه د مرستې غوښتنه كوي.

دغه راز سيلاب د بغلان ولايت د ټاكنو خپلواك كميسيون د رايو زيرمې هم زيانمنې كړي دي.

په بغلان ولايت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون سيمه ييز مشر امان الله حبيبي وايي:

كه څه هم د ټاكنو د پايلو يوه كاپي مركز ته ليږل شوې، خو سيلاب د رايو له ۳۰۰ څخه ډېرې كڅوړې زيانمنې كړي دي.

نوموړى دغه زيان د رايو پر پايلو بې اغېزې بولي.

له بلې خوا د دغه ولايت په دوشي، بنو، ده صلاح او پلحصار ولسواليو كې هم سيلابونو خلكو ته مالي زيانونه اړولي او نښلوونكي لارې يې تړلې دي.

Trending

Exit mobile version