سیمه ییز خبرونه

په پنجشېر ولايت كې ځانمرگي ۴۸ كسانو ته مرگ و ژوبه اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پنجشېر ولايت د پوليسو چارواكي وايي، چې د ولايت د مقام د لومړۍ دروازې پر مهمې امنيتي پوستې موټر بم بريد شوى او بريد كوونكي ديارلس كسه ووژل.

د پوليسو په وينا، پېښه د پنجشنبې په ورځ مازيگر ۵ بجې رامنځته شوه، چې په كې ۳۵ كسه هم ټپيان شوي دي.

 د پنجشېر ولايت امنيه قوماندان عبدالعزيز غيرت آسوشیتدپرس ته په ډاگه كړې، چې په وژل شویو کې ۵ پولیس، يو افسر او ۷ نور د یوه ساختماني شرکت کارکوونکي دي.

ویل کېږي، چې پولیسو له برید وروسته سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د ساعتونو ساعتونو لپاره یې پنجشیر ته ننوتلې لارې د ترافیکو پر مخ وتړلې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په يوه خبرپاڼه كې د بريد مسووليت منلى دى.

Trending

Exit mobile version