سوداگري
په پنجشېر کې دودیزه زروینځنه پیل شوه
د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوسمهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نهلري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.
د پنجشېر سیمهییزو چارواکو ويلي، په دې ولایت کې د دودیزې زروینځنې بهیر پیل شوی او په لومړي پړاو کې شاوخوا زر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پنجشېر والي محمدآغا حکیم ویلي، دغه بهیر د اسلامي امارت د مشر د« ترحم» له مخې د ځايي اوسېدونکو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د برابرولو پر نیت پیل شوی دی.
د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوسمهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نهلري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.
دغه راز د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ويلي؛ د زروینځنې قانوني کړنلاره توشیح شوې او دغه ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت رسمي لارښوونې ته پر تمه دی، چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې او د ځانګړو وسایلو پر کارولو د سرو زرو راایستنه پیل کړي.
د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو هم له دې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي، د دودیزې زروینځنې لپاره د کار زمینه برابرېدل کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
له دې مخکې په پنجشېر کې د سرو زرو راایستل منع ول؛ خو اوس د دغه ولایت اوسېدونکو ته اجازه ورکړ شوې، چې په دودیزه توګه او پر لاس زروینځنه او د سرو زرو راایستنه وکړي.