تازه خبرونه

په پنجشېر کې د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر د نیولو عملیات ناکام شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۳۹۹)

افغان ځانګړي ځواکونه تېره شپه ندي بریالي شوي، چې په پنجشېر ولایت کې د فوتبال ملي فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم ونیسي.

د پنجشیر ولایت د بازارک ولسوالۍ په سنګانه سیمه کې افغان ځواکونو، چې له هوایي ملاتړه هم برخمن ول؛ د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو عملیات تر سره کړي؛ خو بریالي شوي ندي، چې کرام الدین کریم ونیسي.

 د پنجشیر والي مرستیال ويلي، چې تېره شپه لس بجې افغان ځانګړیو ځواکونو په بازارک کې له همغږۍ پرته د نوموړي د نیولو عملیات کړي دي.

د پنجشېر والي مرستیال محمد امین صدیقي ویلي، چې کرام الدین کریم په کور کې نه و او ځانګړې ځواکونه بېرته کابل ته ستانه شوي دي.

په خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې کرام الدین کریم سهار وختي له سیمې وتلی دی.

دغه راز په ډاګه شوې، چې د سیمې خلکو له کریمه د ملاتړ لپاره راوتلي وه او له افغان ځواکونو سره یې نښته کړې ده.

   د پنجشیر پوهنتون استاد محمد ایوب ادیب څرګنده کړې: دغه راز بریدونه باید همغږی شي؛ خلک نه دي پوهیدلي، چې چا برید کړی او خلک حق لري، چې له ځانه څخه ساتنه وکړي.

د پنجشېر اوسیدونکي میرعالم شریفي ویلي؛ وېره اچوونکي د کابل په څنډو کې دي باید د هغو پر ضد دا عملیات تر سره شوي وای.

کال وړاندې پر کرام الدین کریم تور پورې شو، چې د فوتبال ښځینه لوبغاړې یې جنسي ځورولي دي او حکومت یې د قانون له مخې د نیولو حکم ورکړی دی.

ولسمشر غني یوه میاشت مخکې د مرستندویو هېوادونو او د ملګرو ملتونو له استازیو سره په غونډه کې د پنجشېر له خلکو وغوښتل، چې کرام الدین کریم له دې ولایته وباسي، چې قانون پرې پلی شي.

Trending

Exit mobile version