پرمختګ او بشپړتیا

په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.

Published

on

د پنجشیر سیمه‌ییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي له‌خوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.

چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.

Trending

Exit mobile version