تازه خبرونه

په پوځ کې داخلي اختلافات له طالبانو څخه خطرناک دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي چې په نظام کې داخلي اختلافات له اداري او طالبانو څخه هیواد ته خطرناک دي.

هغه چې د مارچ د اتمېیا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې، وویل چې په نظام کې داخلي اختلافات د دې لامل کیږي چې وسلوال مخالفین د خلکو په منځ کې ریښې ټينګې کړي.

ده ومنله چې د روانو نا امنیو یوه برخه د پولیسو په لیکو کې د ګډوډیو او ستونزو له کبله سرچینه اخلي.

د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په پلمه په جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل چې هیواد په نظام کې د داخلي اختلافاتو له کبله تر هغه ډير کړیږي چې وسلوال طالبان او اداري فساد يې کړوي.

که څه هم چې ښاغلي علومي په نظام کې خپلمنځي اختلافات روښانه نکړل؛ خو زیاته یې کړه چې دغه حالت وسلوالو مخالفینو ته د خلکو په منځ کې د خپلو لیکو پیاوړي کولو ته زمینه برابروي.

هغه زیاته کړه چې د نا امنیو یوه برخه کې د پولیسو په لیکو کې بې نظمیو او ګډوډيو څخه سرچينه اخلي.

ښاغلي علومي ډاډ څرګند کړ چې د پولیسو په لیکو کې ګډوډۍ او بې او نظمۍ به ډير ژر حل کړي.

خبریال:حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version