تازه خبرونه
په پکتيا او کندهار کې چاودنو پېنځه ملکي وګړي وژلي
امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د یو نرینه، دوه ښځو او یو ماشوم په ګډون څلور کسان په پکتیا کې د سړک غاړې او د کندهار والي سکرتر د نښلیدونکي ماین له چاودنو وژل شوي دي.
د پکتيا پوليسو وياند حيات الله نظامي ویلي؛ د مرکز ګردېز په اړوند رباط سیمه کې د وسلوالو طالبانو ماین د ملکي وګړیو پر یوه سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون یې څلور ملکي وګړي وژلي دي.
نوموړي د دې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې؛ خو تر دې دمه د دې پېښې په اړه طالبانو څه ندي ویلي.
دغه راز د کندهار والي سکرتر منصور احمد هم د ولایت مخې ته د نښلول شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې پېښه د ولایت د مقام په دروازه کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې پړه هم تر دې دمه هیچا پر غاړه نده اخیستې.