تازه خبرونه

په پکتيا کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۳۹۹)

په پکتیا ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ايمل مومند آريانانيوز ته څرګنده کړې، چې نن سهار ۵ بجې وسلوالو طالبانو په شاه محمد او شګۍ نومو سيمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د يوه قومندان آباسين په ګډون لس وسلوال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

مومند زیاته کړې، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم ځاني زیان ندي اوښتی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې جګړه شو؛ خو افغان ځواکونو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

همدارنګه نوموړي په ډاګه کړې، چې تېره شپه ناوخته وسلوالو طالبانو د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د نوزې خولې په اړوند سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو پر گزمه برید کری، چې د ملي امنيتي ځواکونو لخوا د چمتو قطعی په مرسته له شاتګ سره مخ شول او په پايله کې یې (۲)  وسلوال طالبان وژل شوي او (۲) نور ټپيان دي.

له بده مرغه په دغه نښته کې د ملي امنيتي ځواکونو یو تن هم ټپي شوی دی.

مومند زياتوي، چې په وژل شويو طالبانو کې يو يې پاکستانی دی.

طالبانو د دغې مرګ و ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version