تازه خبرونه
په پکتيا کې ۱۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۳۹۹)
د څمکنيو ولسوال عبدالرحمان سوله مل آریانانیوز ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ په پير لکي سيمه کې د ملي اردو پر پوسته بريد کړی، چې په کې ۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
ولسوال عبدالرحمان سوله مل زياته کړې، چې له افغان ځواکونو سره په نښته کې دوه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي؛ خو له طالبانو څخه یو شمېر وسلې هم امنيتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.
وسلوالو طالبانو د دې جګړې د ځاني زیان په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.