1393ټاكنې

په پکتيکا کې رايه ستاسې غږ ترسرليك لاندې د ځوانانو مشاعره جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پکتيکاولايت په مرکز ښرنه کې د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي په موخه رايه ستاسو غږ تر سرليك لاندې د ځوانانو مشاعره جوړه شوه، په دغه مشاعره کې د پکتيکا مرکز ښرنې تر څنګ د دغه ولايت له بېلا بېلو ولسواليو لسگونه شاعرانو او د ادب مينوالو گډون کړى و.

د مشاعرې په پيل کې د وينا پرمهال د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رييس بشير محمدي د ټاکنو لپاره د مدني ټولنو خوزښت نيک گام وباله او وايي، چې:

له دې سره به په راتلوونکيو ټاکنو کې ځوانان خپلو مسووليتونو ته ښه پاملرنه وكړي.

د مشاعرې گډونوال ځوانان دا ډول مشاعرې د ټاکنو د عامه پوهاوي لپاره گټور بولي او وايي، چې شاعران کولاى شي، چې خلکو ته د شعر په ژبه په ښه ډول د ټاکنو په اړه پيغامونه ورسوي.

دا مشاعره، چې د اوښتون کلتوري ټولنې لخوا جوړه شوې وه په اړه يې د ټولنې يو غړى اسماعيل لاروى وايي، چې:

څه موده وروسته به د زون په کچه د ټاکنو د عامه پوهاوي لپاره مشاعره جوړه شي.

د ياده ولو ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې ډول او په همدې نوم د ځوانانو مشاعره په خوست ولايت کې جوړه شوې وه او لسگونه ځوانانو په کې گډون کړى و او شاعرانو د سولې او ټاکنو په اړه په زړه پورې شعرونه وويل.

Trending

Exit mobile version