تازه خبرونه

په پکتیا کې بهرني جنګیالي د سیمه ییزو طالبانو له لیکو سره یوځای شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۳۹۹)

د پکتیا والي ویلي؛ طالبان سولې ته ژمن ندي او د بهرنیو جنګیالیو پرمټ يې په دې ولایت کې جګړې ته زور ورکړی، چې په ډېرو ولسوالیو کې يې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې او همهاله د پکتیا په ډېرو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالی هغه څه دي، چې د دې ولایت خلک يې اندېښمن کړي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وايي؛ طالبان سولې ته ژمن ندي او له امریکا سره د سولې په برخه کې د شوي تړون له مخې، چې له بهرنیو جنګي ډلو سره به اړیکې پرې کوي، دوی لا ټينګې کړي او په دې ولایت کې يې لویې لارې ناامنه او په یو شمېر ولسوالیو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

د پکتیا ولایتي شورا هم په طالبانو کې د بهرنيو وسلوالو له شتوالي خبر ورکوي، چې ډېري یې پاکستاني ملاتړي بولي.

د پکتیا ولایتي شورا غړی جنت خان حمکني هم په دې ولایت کې له افغان طالبانو سره د بهرنیو وسلوالو طالبانو د شتون خبره کړې ده.

دغه راز د پکتیا ولایتي شورا مشرعبدالمالک ځاځي ویلي، چې ډېری یې پاکستاني طالبان دي، چې له دیورند فرضي کرښې پټان او ځاځي آریوب ولسواليو ته آسانه را اوړي او دلته یو ځای په ولسوالیو کې جګړې کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد آریانانیوز ته د پکتیا د ولایتي مسوولینو دا ډول څرګندونې رد کړي او زیاتوي ، چې له دوی سره بهرني جنګیالي نشته او نه يې هم له طالبانو سره یو ځای پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version