تازه خبرونه

په پکتیا کې د سړک غاړې ماین چادنې ۹ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۰)

په پکتیا ولایت کې د دوشنبې پر سهار د سړک غاړې له بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د پکتیا پولیسو ویاند حیات الله احمدزي ویلي؛ پېښه د احمد آباد ولسوالۍ د مچلغو په تاله سیمه کې هغه مهال رامنخته شوه، چې یو موټر د ځای پر ځای شوي ماین ه چاودنې سره مخ شو.

نوموړي زیاته کړې؛ تر دې دمه معلومه نده، چې په مړیو کې ښځې او ماشومان هم شته او که نه.

احمدزي ویلي، چې په سیمه کې ډېري ماینونه د طالب وسلوالو لخوا ایښودل کیږي، چې ملکي وګړیو ته یې زیان اړولی دی.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

د اړوند سیمې خلکو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته، چې د یکشنبې پر شپه په سیمه کې د وژل شوي سرتېري جنازې ته روان ول.

Trending

Exit mobile version