تازه خبرونه
په پکتیا کې د طالبانو پر موتر بم برید درې سرتېري وژل شوی
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن سهار ۵ بجې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې پر کنډک له موتربم بریده دری سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپان دي.
امنیتي چارواکو ويلي؛ له موتربم برید وروسته دوه بریدګر ودانۍ ته د ننه شول، خو له امنیتي ځواکونو په نښته کې ژر ووژل شول.
د پکتیا د حوزوي روغتون مشر امان الله صدیقي ویلي؛ د پېښې له ځایه د دوه عامو وګړیو په ګډون ۱۱ ټپیان ورړل شوي، چې د ځینو يې روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړدی.
د پکتیا امنیت آمر سمونوال لطف الله کامران ویلي؛ نن سهار وسلوالو طالبانو پېنځه نیمې بجې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې پر مرکز موتربم برید ترسره کړ.
نوموړی زیاتوي؛ په دې موتربم چاودنه کې دری د عامه ساتنې پولیس وژل شوي او نهه تنه نور ټپان دي او په دې پېښه کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي، چې په دې موتربم برید کې يې لسګونه افغان سرتېرې وژلي دي.