تازه خبرونه

په پکتیا کې سلګونه اړمنې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت ویلي؛ د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې له سلګونه اړمنو سره د مرستې ووېشل شوې.

د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې له شاوخوا ۱۰۰۰ اړمنو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنۍ البسې مرسته وشوه.

یادې مرستې په جرمني کې د رضاکاره افغان میرمنو ټولنې لخوا برابرې شوې دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي، چې دغه وزارت د داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوره چمتوالی لري.

نوموړي په دې ولسوالۍ کې پر اړمنو خلکو د مرستو د وېش پر مهال له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د داخلي بې ځایه شویو سره د چلند په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د پکتیا ولایت د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو رییس حبیب الله شهزاد ویلي؛ د پکتيا کډوالو چارو رييس حبيب الله شهزاد وايي، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، بوره، لوبيا، چای، ګازډبې او کمبلې شته دي.

له دې مرستو برخمن د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي شته اقتصادي ستونزو ته په نغوته کې دا ډول مرستې مهمې بولي او د نورو ډېرو همکاریو غوښتنه کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس هم په هېواد کې له یو میلیون ډېر داخلي بېځایه شوي شته، چې د سرپناه ترڅنګ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version