تازه خبرونه

په پکتیا کې موټر بم چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۳۹۹)

امنیتي چارواکو ویلي، چې د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې موټر بم چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او د ۵ پوځیانو په ګډون ۱۹ نور ټپیان دي.

د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د څرګندونو له مخې دا لومړني معلومات دي ښایي په مرګ ژوبله کې بدلون رامنځته شي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او له څلوېښت ډېر ټپیان دي.

د پکتیا امنیه قومندان سمونوال سلطان داوود وايي، چاودیدونکي توکي په مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې د اردو د تاسیساتو مخې ته یې چاودنه کړې ده.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر په یوه خبروینا کې ویلي چې په یاد برید په پایله کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ په مړو کې د ملي پوځ یو تن سرتېری او درې تنه ملکي وګړي شامل دي، ۱۹تنه ملکي وګړي او ۵ تنه د ملي پوځ سرتیري ټپیان شوي دي.

د دغې خبروینا له مخې، دغه پېښه په داسې ځای کې رامنځته شوې، چې د ملکي وګړو تګ راتګ پکې زیات او د پېښې ځای ته نږدې د دفترونو او کورونو ښیښې ماتې او ځاني تاوان تر څنګ مالي زیان هم ورته رسېدلی دی.

وسلوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت ومانه او سرتېرو ته د مرګ و ژوبلې اړولو ادعا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له بریدونو او چاودنو وروسته د هېواد امنیتي ځواکونو ته د وسلوالو طالبانو پر ضد د فعالې جګړې سپارښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version