تازه خبرونه

په پکتیا کې پر کرنیزه ځمکه له شخړې ۴ وروڼو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۰

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ځمکې پر سر له شخړې درې وروڼه وژل شوي او څلورم مرګونی ټپي دی.

تېر ماښام د ګردېز په شکر خېلو کلي کې د تره زامنو لخوا د ځمکې پر ملکيت ۳ وروڼه ووژل شول او څلورم يې مرګونی ټپي دی.

د سيمې خلک او خپلوان يي له طالبانو غواړي، چې قاتلینو ته دې سخته سزا ور کړ شي.

د ګردېز د لومړۍ امنيتي حوزې آمر مولوي همت وايي؛ دغه پېښه د ګردېز په شکر خېلو کلي کې د دوه کورنیو تر منځ له لفظي شخړې ورسته را منځته شوې او ډاډ ور کوي، چې د اړوند کورنۍ ځینې غړي يې نیولي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي، چې له نيولو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

همت زياتوي، چې د وژل شویو درې وروڼو قاتلین به له نیولو ورسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري او قانوني چلند به ورسره وشي.

ويل کېږي، له تېرو څو ورځو راپدیخوا د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هم د دوه قبيلو ترمنځ پر کرنیزه ځمکه شخړه شوې او يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي. خلک له ولايتي چارواکو او قومي مشرانو غواړي، چې ياده ستونزه د خبرو له لارې اواره کړي.

Trending

Exit mobile version