تازه خبرونه

په پکتیا کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۳۹۹)

د پکتیا امنیتي ځواکونو د دې ولایت میرزکه،احمدخېل او خوشامند ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ۱۱ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته پېنځه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. 

د امنیتي ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه هغه مال رامنځته شوه، چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز برید کړي.

دوی زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د میرزکه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

دغه راز تندر ۲۰۳ قول اردو په داګه کړې، چې د دې ولایت په احمد خېل او خوشامند ولسوالیو کې شپږ وسلوال طالبان د پخپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version