تازه خبرونه

په پکتیکا او روزګان کې طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۳۹۹)

افغان ځواکونو ویلي، چې په پکتیکا او روزګان ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۴ طالب جنګیالي وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې افغان ځواکونو د دې ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې ګډ عملیات تر سره کړي، چې لږ تر لږه ۳۱ طالب جنګیالي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې دې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال عمر، د طالبانو نظامي مشر سادات او د دوی یو سرګروپ معتصم هم وژل شوي دي.

عبدالرحیمزي زیاته کړې، چې د طالبانو درې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي او یو شمېر وسلې او مهمات هم  ترې افغان ځواکونو ته پاتې شوی دي.

دغه راز د ملي اردو کومانډو ځواکونو د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په اړوند سیمو کې ځمکني او هوایی عملیات ترسره کړي دي.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې د طالب جنګیالیو د قومندان مولا سمسور په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د طالبانو د خبرپانې له مخې؛ په روزګان ولایت کې دوی ته اوښتي ځاني زیانونه رد شوي او دا یې د حکومت پروپاګند یاد کړی؛ خو تراوسه یې په پکتیکا ولایت کې د عملیاتو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version