تازه خبرونه

په پکتیکا ولایت کې د حقانی ترهګرې ډلې د مهماتو ۳ پټنځایونه کشف شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي امنیت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په پکتیکا ولایت کې یې د حقانی ترهګرې ډلې د مهماتو ۳ پټنځایونه کشف کړي دي.

د ملی امنیت لوی ریاست وایي چې منسوبینو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د ګیانی ولسوالی د کینه ګژی کلی له اړوندو سیمو څخه د حقانی ترهګری ډلي د ځانمرګو واسکټونو د جوړیدو، د چاودیدونکو توکو، د ماینونو، وسلو او مهماتو ۳ پټنځایونه کشف اوپه سلګونو فیره د ډول ډول وسلو مهمات او پوځي تجهیزات، چې د ځانمرګو بریدونو، ترهګریزو او ورانکارو کړنو او ماین خښوونې په موخه په نوموړی سیمه کې ځای پر ځای کړي وو، تر لاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته رسیدلې ویل شوي؛ د پیښي په اړوند د حقانی ترهګری ډلي ۳ تنه ترهګر هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د یادو پټنځایونو کشفیدل د دښمن پر وړاندې د ۱۳۹۴ لمریز کال د پیل یوه  ستره لاسته راوړنه ده، چې د یادو مهماتو په کشفیدو سره په پکتیکا ولایت کې د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو مخه ونیول شوه.

Trending

Exit mobile version