تازه خبرونه

په پکتیکا ولایت کې د یوه ځانمرګي له نیولو خبر ورکړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ عبدالباري نومي ځانمرګي غوښتل د ملنګیار تر لارښوونې لاندې د پکتیکا پر امنیه قومندانۍ او د ښرنې ولسوالۍ پر ودانۍ برید تر سره کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې ونیول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ نیول شوي ځانمرګي منلې، چې د ملنګیار نومي په لارښوونه  دیورند کرښې ته نږدې په واڼه سیمه کې تر پوځي زدکړو لاندې نیول شوی و او له دوه میاشتو زدکړو وروسته انس نومي یو بل طالب د ځانمرګي برید په موخه پکتیکا ولایت ته رالېږدولی دی.

Trending

Exit mobile version