تازه خبرونه
په پکتیکا ولایت کې پاکستانيو تاسیساتو جوړولو خلک اندېښمن کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
دوی وایي، پاکستانيو پوځیانو له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د ډیورند د کرښې پر اوږدو د تاسیساتو جوړول پیل کړي وه او اوس مهال یې په انگور اډه کې بنسټیزه دروازه جوړه کړې ده.
په ولسي جرگه کې د پکتیکا استازی نادر خان کتوازی وایي، چې د سیمو قومونو ډېر ځله د دغو هڅو مخه ونیوله؛ خو په دې اړه یې د دولت مرسته تر لاسه نه کړه.
د نوموړي په وینا؛ د حکومت د نه پاملرنې له کبله د دیورند کرښه په ځای پاتې نه شوه او د انگور اډې زیاته برخه پاکستانیو پوځیانو لاندې کړه.
د یادونې وړه ده، چې پاکستانیو پوځیانو د هېواد په ختیځ کې هم ورته پرمختگ کړی؛ خو افغان حکومت پرې چوپتیا غوره گڼلې ده.